کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت د سترګو متخصصینو په میدان وردګو کې د څه باندې زرو ناروغانو درملنه وکړه

7 حوت 1401 ساعت 15:14

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت د سترګو د متخصصینو یوې ډلې د میدان وردګو ولایت په دریو ولسوالیو کې د څه باندې ۱۰۰۰ ناروغانو درملنه کړې ده.


آوا - کابل: د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زیرک ځیرک د باختر خبري آژانس خبریال ته وویل: دغه ټیم له څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د سترګو د ناروغیو د ناروغانو د درملنې پروګرام په لاره اچولی دی. .
 
د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه: تر اوسه د چک ولسوالۍ په روغتون کې د چک، دایمیرداد او جغتو ولسوالیو د ۱۱۵۵ ناروغانو درملنه شوې ده.
 
نوموړي دا هم ویلي، چې ځینو ناروغانو د نسخې عینکې ترلاسه کړي، ځینو یې عملیات شوي او ځینو یې د اړتیا وړ درمل هم ترلاسه کړي دي.
 


د مطلب کود: 266081

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266081/د-عامې-روغتیا-وزارت-سترګو-متخصصینو-په-میدان-وردګو-کې-څه-باندې-زرو-ناروغانو-درملنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com