کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې چاودنه؛ څلور تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي

7 حوت 1401 ساعت 12:28

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بارخان ولسوالۍ کې په یوه ځايي بازار کې د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.


آوا: پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې نن یکشنبه (کب ۷) د بلوچستان ایالت په بارخان سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل د چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوی دی.
 
آج ليکي: له دې چاودنې وروسته د خضدار مرستيال کمشنر "محمد الياس کبز" د پوځيانو له يوې ځانګړې ډلې سره د چاودنې ځای ته ورسېد او د ټپيانو روغتون ته د لېږدولو پر مهال يې سيمه کلابنده کړه.
 
د بارخان د پوليسو مشر سجاد افضل هم د مړو شمېر تاييد کړ او ويې ويل، چې ټپيان هم د پېښې ځاى ته نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړي د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه ونه ويل.
 
د برخان د امنيه قوماندانۍ مرستيال عبدالله کهوسو وويل، چې دغه چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو. چاودنې څو موټرونه، موټرسایکلونه او دوکانونه هم زیانمن کړي دي.
 
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. په هرصورت، په پاکستان کې ډیری چاودیدونکي بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوچ وسله والو یا داعش لخوا ترسره کیږي.
 


د مطلب کود: 266061

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/266061/په-پاکستان-کې-چاودنه-څلور-تنه-وژل-شوي-او-۱۲-نور-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com