کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د ساختماني پروژو بیا پیل

5 حوت 1401 ساعت 12:46

کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کې د سړک جوړونې او سړک جوړولو د پروژو د پیل خبر ورکوي.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ وايي چې د سړې هوا له امله د ځینو ساختماني پروژو په ځانګړي ډول د سړک جوړونې د پروژو کارونه په ټپه دریدلي وو، خو دا بیا پیل کیږي.
 
د کابل ښاروالۍ په وینا، د ساختماني معیارونو سره سم د زیربنایي پروژو د ښه کیفیت د تضمین په موخه؛ څه موده وړاندې مسوولینو ته لارښوونه شوې وه، چې د هوا تر ښه کېدو پورې دې په موقتي ډول بټومین او کانکریټ نه کېږدي.
 
کابل ښاروال زیاته کړه: په پام کې ده چې په راتلونکې اونۍ کې د ګڼو پروژو د بټومین او کانکریټو اچولو چارې پیل شي.


د مطلب کود: 265973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265973/په-کابل-کې-د-ساختماني-پروژو-بیا-پیل

آوا
  https://www.avapress.com