د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستيال وايي، چې د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر بنسټ به پر ۱۱ بنسټيزو پروژو کار پيل شي، چې په ۱۴۰۲ کال پراختيايي بوديجه څخه په کار پر شروع شي.
په هېواد کې به پر ۱۱ بنسټیزو پروژو کار پیل شي
2 حوت 1401 ساعت 15:27
د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستيال وايي، چې د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر بنسټ به پر ۱۱ بنسټيزو پروژو کار پيل شي، چې په ۱۴۰۲ کال پراختيايي بوديجه څخه په کار پر شروع شي.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال دفتر نن سه شنبه (کب ۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د زیربنایي پروژو نیمګړتیاوې به ډېر ژر پیل شي.
د پروژي عبارت دي له: د کمال خان بند، د شاه او عروس بند، د پاشدان بند پروژه، د کابل - لوګر دویم سړک، د تخار - ورسج سړک، د خوست او تخار هوايي ډګر، د قلعه نو ښار د اوبو رسولو او د بادغیس بند، د مزار شریف د پله ډیک د څښاک اوبه، د شبرغان د څښاک اوبه د بېلابېلو ولایتونو په ۱۴ ښارګوټو کې د اوبو رسولو پروژه او د علي آباد په روغتون کې د سرطان د درملنې د یو مرکز د جوړولو پروژه.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت د ۱۴۰۱ لمریز کال بودجه د لومړي ځل لپاره د هیواد له داخلي عوایدو څخه تصویب شوه.
د مطلب کود: 265850