کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو او درملو اداره:

د امیندوارۍ مخنیوي درملو پلور منع کول ریښتیا ندي

2 حوت 1401 ساعت 13:55

د ځینو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د امیندوارۍ مخنیوي د درملو پر پلور بندیز لګول شوی، د خوړو او درملو د ادارې ویاند ویلي دي چې د امیندوارۍ ضد درملو پر پلور بندیز حقیقت نه لري.


آوا - کابل: پرون ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په روغتونونو کې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې اسلامي امارت په کابل او مزارشریف کې درملتونونو او قابله ګانو ته ورغلي او هغوی ته یې اخطار ورکړی، چې د حمل مخنیوی هیڅ ډول نسخه دې نه ورکوي. دا راپور د افغانستان د خوړو او درملو د ادارې د ویاند له غبرګون سره مخ شوی دی.
 
د دغه راپور په غبرګون کې د افغانستان د خوړو او درملو د ادارې ویاند جاوید هژیر له ملی ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: هغه ادعاوې چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د حمل ضد درملو کارول منع دی، حقیقت نه لری.
 
هغه زياته کړه، د خوړو او درملو اداره د لوړ کيفيت لرونکو درملو د واردولو په برخه کې هم اسانتياوې په پام کې لري چې د ټولنې اړتيا ورته لري.
 
همدارنګه ملي تلویزیون په خپل راپور کې د ښځینه ډاکټرانو له خولې ویلي چې د زیږون تر منځ وقفه په کورنیو کې نظم رامنځته کوي.
 


د مطلب کود: 265839

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265839/د-امیندوارۍ-مخنیوي-درملو-پلور-منع-کول-ریښتیا-ندي

آوا
  https://www.avapress.com