کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کوکنارو درې جريبه کښت له منځه يوړل شو

1 حوت 1401 ساعت 16:01

د کندهار امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ په حاجي خېلو او اکبري سيمو کې د کوکنارو درې جريبه نوي کرل شوي کښت له منځه وړي دي.


آوا: له هغه وروسته چې د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر په ټول هیواد کې د کوکنارو او چرسو په کښت بندیز ولګول شو، نن دوشنبه د میوند ولسوالۍ په حاجي خېلو او اکبري سیمو کې د کندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې په درې جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شوي.
 
د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي ابرار احمد لبیب وویل: د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له صادریدو وروسته چې د کوکنارو کښت منع شوی، هیچا ته به د کوکنارو او چرسو د کرلو اجازه ورنکړل شي.
 


د مطلب کود: 265796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265796/د-کندهار-په-ميوند-ولسوالۍ-کې-کوکنارو-درې-جريبه-کښت-له-منځه-يوړل-شو

آوا
  https://www.avapress.com