کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان د څلورو ولسواليو لارې د واورې ورښت له امله تړل شوې دي

30 دلو 1401 ساعت 14:31

د فواید عامې وزارت د هېواد د سړکونو د وضعیت په اړه یو خبر خپور کړی او وايي چې د بدخشان ولایت د څلورو ولسوالیو لارې د واورې د ورښت له امله تړل شوې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت نن یکشنبه د هیواد د واټونو د حالت په اړه خبرتیا خپره کړې ده، چې له مخې بار وړونکي موټر د دغه لویې لارې له شمال څخه جنوب ته تګ راتګ کوي.
 
د دغه وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، د بدخشان ولایت د ارغنچخواه، راغستان، کوهستان او یاوان ولسوالیو لاره د واورې د ورښت له امله تړل شوې او د پاکولو کار یې روان دی.
 
په بامیانو ولایت کې یوازې د کوتل شاتو په شاوخوا کې د دیوالي میدان – پنجاب بازار لاره د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې، خو په دغه ولایت کې پاتې نور سړکونه د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاص دي.
 
دغه اعلامیه زیاتوي چې اوس مهال د هېواد پاتې نورې لارې او لویې لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې دي او د دغه وزارت د ولایتي ادارې منسوبین د ماشینرۍ او د فواید عامې د کارکوونکو په اغیزمنه استفادې سره د هېواد د لویو لارو او سړکونو د پاکولو او خلاصولو ته پوره چمتووالی لري.
 


د مطلب کود: 265723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265723/د-بدخشان-څلورو-ولسواليو-لارې-واورې-ورښت-له-امله-تړل-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com