کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلغاریا کې د ۱۸ افغان کډوالو مړینه؛ هیوادال باید د قاچاق په لارو کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي

30 دلو 1401 ساعت 10:39

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په بلغاریا کې د ۱۸ افغان کډوالو د وژل کیدو په غبرګون کې د هیوادالو غوښتي چې د غیر قانوني لارو او قاچاق له لارې خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بلغاریا کې په یوه «ترخه» پېښه کې ۱۸ تنو افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې ۱۸ افغانان د اکسیجن د نشتوالي او تندې له امله مړه شوي او یو شمېر نور ژغورل شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د هېواد له وګړو غوښتي چې د غیر قانوني لارو او قاچاق له لارې خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو سازمانونو او هیوادونو څخه غوښتي دي چې د انساني قاچاق وړونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
 
د دغو پناه غوښتونکو مړي د جمعې په ورځ د دلوې په ۲۸مه د بلغاریا پلازمینې صوفیا ته نژدې په لرګیو بار وړونکي لارۍ کې وموندل شوي.
 
د بلغاریا چارواکو د دغو پناه غوښتونکو د هویت په اړه څه نه دي ویلي. خو د دغه هېواد رسنیو د دغو پناه غوښتونکو هویت افغان بللي دی.
 
د بلغاریا پولیس وايي، د دغو ۱۸ پناه غوښتونکو د وژل کېدو په تړاو یې څلور شکمن کسان نیولي دي.
 
د بلغاریا د پولیسو په وینا، له نیول شویو څلورو کسانو څخه یو یې پخوا د انساني قاچاق په تور محکوم شوی و.
 


د مطلب کود: 265692

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265692/په-بلغاریا-کې-د-۱۸-افغان-کډوالو-مړینه-هیوادال-باید-قاچاق-لارو-خپل-ژوند-له-خطر-سره-مخامخ-نه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com