کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز کې د کرونا واکسین کمپاین پیل شو

28 دلو 1401 ساعت 14:44

د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي په دغه ولایت کې د کرونا ضد واکسین کمپاین د پیلېدو خبر ورکوي. د دوی په وینا، د کمپاین په دې پړاو کې به ۶۷ زره کسانو ته د کرونا واکسین ورکړل شي.


آوا - هرات: د نیمروز ولایت د عامې روغتیا رئیس ملا عبدالرحمن عبدالله وايي، د دغه ولایت ۶۷ زره هغه ښاریان چې عمرونه یې له ۱۸ کالو پورته دي، د کرونا ضد واکسین کېږي.
 
دغه راز هغه د نيمروز ولايت د ښاريانو د روغتيا لپاره د کرونا واکسين ډېر مهم وباله او له هغوى يې وغوښتل چې د واکسين په تطبيق کې د عامې روغتيا رياست له ګرځنده ټيمونو سره همکاري وکړي.
 
همدارنګه د دغه ولایت د عامې روغتیا د معافیت رئیس حافظ مطیع الله منيب وايي: د کرونا واکسین کمپاین د دلوې په ۲۷ مه پیل شوی او د روان کال د دلوې تر ۱۶مې به دوام وکړي.
 
هغه څرګنده کړه: هغه کسان چې مخکې یې د کورونا واکسین اخیستی هم کولای شي په دې موده کې واکسین ترلاسه کړي.
 
ویل کېږي چې له څو ورځو راهیسې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې چې زرګونه کسان دغه واکسین واخلي.


د مطلب کود: 265629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265629/په-نیمروز-کې-د-کرونا-واکسین-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com