کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - غور پر لویه لار لسګونه مسافر بند پاتې دي

24 دلو 1401 ساعت 11:59

د غور ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د واورې ورښت له امله د کابل - غور پر لویه لار شاوخوا سل مسافر بند پاتې دي.


آوا - کابل: سرچینې نن دوشنبه (دلو ۲۴) وایی چې په کوتل بکک کې ۵ مسافر وړونکی موټر چې ۹۰ تنه سپاره وو، ودرول شول.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
د کابل - غور پر لویه لار بند پاتې مسافر د دې لارې د بیا پرانېستلو په برخه کې مرسته غواړي.
 
اسلامي امارت د دې لویې لارې د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو یو تن اوسېدونکی د سړې هوا له امله ساه ورکړه


د مطلب کود: 265408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265408/د-کابل-غور-پر-لویه-لار-لسګونه-مسافر-بند-پاتې-دي

آوا
  https://www.avapress.com