کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دوو ورځو کې له ازبکستان څخه بې ساري واردات؛ ۷۱۴ واګونونه د حیرتان بندر ته ننوتل

24 دلو 1401 ساعت 9:50

له ازبکستان سره د ستونزو د هواري په موخه د اورګاډي د ادارې چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې د ازبکستان د اورګاډي کرښې له لارې د سوداګرو ۷۱۴ واګون مالونه حيرتان بندر ته وارد شوي، چې دا په تېرو دوو ورځو کې د وارداتو بې ساري زیاتوالی ښيي.


آوا - د مزارشریف د ریل پټلۍ ریاست ویاند عبدالسمیع درانی وایی، د روانې اونۍ د جمعې او شنبې په ورځو (د دلو۲۰ او ۲۱) په مزارشریف کې د سوداګریزو مالونو ۷۱۴ واګونونه داخل شوي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د دغو وارداتو ډېره برخه خوراکي توکي دي، چې په تېرو دوو ورځو کې تر ټولو ډېر واردات دي.
 
په همدې حال کې ازبکستان ته د دغه هېواد د اورګاډي ادارې د پلاوي له سفر او د ستونزو او لانجو د هواري په موخه د دغه هېواد له چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته د تېرې جمعې په ورځ له حيرتان بندر څخه واردات يو ځل بيا پيل شول.
 
له لسو ورځو لپاره د دغې لارې تړل کېدل د یو شمېر خوراکي او سون توکو د بیو د لوړېدو لامل شوي وو.
 


د مطلب کود: 265384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265384/په-تیرو-دوو-ورځو-کې-له-ازبکستان-څخه-بې-ساري-واردات-۷۱۴-واګونونه-د-حیرتان-بندر-ته-ننوتل

آوا
  https://www.avapress.com