کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتيا ګمرک رياست سږ کال پنځه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي

23 دلو 1401 ساعت 13:34

د پکتيا ولايت د ګمرک رياست مسئولين وايي، چې د ١۴٠١ لمريز کال له پيله تر اوسه يې شاوخوا پنځه ميليارده عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي.


آوا - کابل: د پکتيا د ګمرک مسئولينو د باختر حبری آژانس خبريال ته وويل چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې يې څه باندي پنځه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
 
دغه ریاست زیاتوي، چې دغه اندازه عواید په پوره روڼتیا سره راټول شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
 
په ورته وخت کې د اداري فساد د کمښت له امله د هېواد په عوایدو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 
پکتيا د هېواد يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، چې ډېرى برخې يې تګ راتګ ستونزمن دى او د ډېرو ځنګلونو په لرلو مشهور دى.
 


د مطلب کود: 265345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265345/د-پکتيا-ګمرک-رياست-سږ-کال-پنځه-ميليارده-افغانۍ-عوايد-راټول-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com