کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له نړۍ سره مشروع تعامل غواړي

23 دلو 1401 ساعت 10:49

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل کوي او دا خبره یې په عمل کې ثابته کړې، نو له همدې امله د نړۍ له هېوادونو سره مشروع تعامل غواړي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی د خوست ولایت له یوې دیني مدرسې څخه د قران کریم د حافظانو د فراغت په مراسمو کې له نړۍ سره پر مشروع تعامل ټینګار وکړ.
 
حقاني په دې مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه دی او د دوی حکومت باید په رسمیت وپېژندل شي.
 
حقاني زیاته کړه چې د اسلامي امارت هدف د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او د دوی په څلویښت کلنو زخمونو مرهم لګول دي.
 
حقاني په دوام وویل چې د خپلو غړو د عزت لپاره ښه نه ده چې خلک په خپلو اخلاقو له حکومت څخه لرې وساتي او د اسلامي امارت له غړو یې وغوښتل چې تعلیم ته دوام ورکړي او په ښو اخلاقو د نظام خدمت وکړي.
 
حقاني دا هم ویلي، چې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه د اسلامي امارت لپاره نه، بلکې د خلکو د سولې لپاره ده.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د جامع حکومت د نه جوړیدو او همدارنګه د نجونو د کار او زده کړو په منع کولو نیوکې کړي دي.
 


د مطلب کود: 265327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265327/اسلامي-امارت-له-نړۍ-سره-مشروع-تعامل-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com