کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان مرکزي بانک ۱۷ میلیونه ډالره لیلاموي

23 دلو 1401 ساعت 9:45

د افغانستان مرکزي بانک وايي، چې نن یکشنبه (دلو ۲۳) به د لیلام له لارې (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره وپلوري.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک په یوه خبرپاڼه کې له وړ بانکونو او د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
 
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د اسعارو د ليلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفيه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې په ټاکلې موده کې يو ځل خپلې د راکړې ورکړې پيسې په نغدو پيسو افغانستان بانک ته وسپاري.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان مرکزي بانک ۱۷ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام له لارې وپلورل.
 


د مطلب کود: 265318

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265318/د-افغانستان-مرکزي-بانک-۱۷-میلیونه-ډالره-لیلاموي

آوا
  https://www.avapress.com