پوځي کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید له هغو کسانو څخه چې په بهر کې یې نظامي زده کړې کړي وي د خلکو د خدمت لپاره کار واخلي او هغوی باید د نظام په اساسي برخو کې په دندو وګمارل شي، ځکه دا کسان د هیواد په امنیت کې اغیز لري.
پوځي کارپوهان: په بهر کې روزل شوي کسان د امنیت په تامین کې اغېز لري
21 دلو 1401 ساعت 12:24
پوځي کارپوهان وايي چې اسلامي امارت باید له هغو کسانو څخه چې په بهر کې یې نظامي زده کړې کړي وي د خلکو د خدمت لپاره کار واخلي او هغوی باید د نظام په اساسي برخو کې په دندو وګمارل شي، ځکه دا کسان د هیواد په امنیت کې اغیز لري.
آوا - کابل: د پوځي کارپوهانو دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د چهارشنبې په ورځ ۱۹ یا ۲۰ هغه محصلین چې په پخواني نظام کې د پوځي مسلکي زده کړو لپاره هند ته استول شوي وو، د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.
د مطلب کود: 265255