کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو ۱۶ میاشتو کې د کندز د شېرخان بندر عواید له دوه میلیارد افغانیو ډېر شوي

20 دلو 1401 ساعت 16:30

د کندز د شېرخان بندر ګمرک مسئولين د دغه سوداګريز بندر په عوايدو کې د اته اتيا سلنه زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې په تېرو شپاړسو مياشتو کې يې شاوخوا دوه ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.


آوا - کابل: د کندز بندر د شیرخان ګمرک رئیس مولوی اسحاق طلوع نیوز ته وویل: له سوداګرو سره د اسانتیاوو رامنځته کول او له تاجکستان سره د اړیکو ښه والی د عوایدو د زیاتیدو لاملونه دی.
 
د چارواكو په وينا، سوداګرو ته د اسانتياوو برابرول او د ګمرک د عوايدو د ضايع كېدو مخنيوى د شېرخان بندر د عوايدو د ډېرېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼل كېږي.
 
خو د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولین وايي، چې پر وخت ویزې نه ورکول له ننګونو سره مخ کړي دي.
 
یو سوداګر محمد اسماعیل حقیار وویل: "موږ له امارت څخه غوښتنه کوو چې سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو سوداګر وکولای شي په تاجکستان کې خپل ملکیتونه وګوري او خپل حسابونه وګوري."
 
د شیرخان بندر د ګمرک د کارکوونکو استازي الله ګل وویل: له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه ده چې د بار وړلو او بارولو زمینه برابره کړي، ترڅو د بار وړلو او بارولو ساحه یو څه پراخه شي، انشاالله نور به ستونزې نه وي.
 
شېرخان بندر د هېواد په شمال کې یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي.
 


د مطلب کود: 265228

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265228/په-تېرو-۱۶-میاشتو-کې-د-کندز-شېرخان-بندر-عواید-له-دوه-میلیارد-افغانیو-ډېر-شوي

آوا
  https://www.avapress.com