کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

واوره د بامیان ټولې لارې تړلې دي

20 دلو 1401 ساعت 15:30

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د واورې ورښت له امله بامیان ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوې دي.


آوا - بامیان: د بامیان لپاره د اسلامي امارت د والي ویاند عبدالصبور سیغاني آوا ته ویلي، چې له تیرې شپې راهیسې د سختو واورو له امله د دغه ولایت سیمه ایز چارواکي له لوري د بامیان لاری د مسافرو د تګ راتګ لپاره بند شوی دی.
 
د باميان د والي وياند وايي، په باميان ولايت کې د سختې واورې ورېدو له امله د هېواد مرکز ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې دي.
 
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر سړکونو مسافر نه دي بند پاتې.
 
بامیان ولایت له تېرې شپې راهیسې د سختې واورې اورېدو شاهد دی چې له امله یې د بامیان او د دې ولسوالیو او نورو ګاونډیو ولایتونو ترمنځ ټولې مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
 


د مطلب کود: 265226

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265226/واوره-د-بامیان-ټولې-لارې-تړلې-دي

آوا
  https://www.avapress.com