کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۴۰ میلیونو ډالرو مرستې بسته کابل ته ورسیده

20 دلو 1401 ساعت 14:10

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې پرون افغانستان ته د ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي بشري مرستو یوه بسته راورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.


آوا - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن پنجشنبه د دلو۲۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د هر هغه اصولي اقدام ستاینه کوي چې له مخې یې هېواد ته د بهرنیو اسعارو د ننوتلو او په ټولنه کې له اړو کسانو سره مرسته وشي.
 
د افغانستان مرکزي بانک وايي، په هېواد کې به د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
 
دغه بانک له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بانکدارۍ له لارې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
 
د ۴۰ میلیونو ډالرو د بشري مرستو دغه بسته له څو اونیو ځنډ وروسته کابل ته راورسېده.
 
د مرکزي بانک د شمېرو پر بنسټ، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته به د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه له یو میلیارد او ۳۵۴ میلیونو ډالرو څخه زیاته شي.
 


د مطلب کود: 265213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265213/د-۴۰-میلیونو-ډالرو-مرستې-بسته-کابل-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com