آوا: د هیواد د ریل پټلۍ د ادارې پلاوی چې د دغې ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرف له خوا اداره کیږي، نن ازبکستان ته ولاړ.
د دغه سفر موخه افغان لوري ته د حیرتان - مزار شریف د اورګاډي پټلۍ د مسئولیتونو د سپارلو د پروسې نهايي کول دي.
باختراژانس ته د اوسپنې پټلۍ دادارې د مطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې: د دغه پلاوي په جوړښت کې د د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر چارواکي، د ملي تدارکاتو ریاست او د مالیې وزارت استازي شامل دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د مسئولیت د سپارلو او له هغه هېواد سره د اورګاډي د پټلۍ د تړون د نهايي کېدو په اړه مفصلې خبرې وشي.
د دې ادارې چارواکي هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته به د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي له پټلي څخه د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر بیا پیل شي.