کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: امریکا په افغانستان او عراق کې جګړه بایله

19 دلو 1401 ساعت 11:57

په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع پخواني وزیر ویلي چې امریکا په افغانستان او عراق کې جګړه بایللې او ویلي یې دي: د دې ناکامۍ ځواب باید ورکړل شي او پوځي جنرالان باید په دې برخه کې ځواب ووايي.


آوا - کابل: د امریکا د دفاع پخوانی وزیر کریسټوفر میلر وایی چې د افغانستان او امریکا په جګړه کې یې هېواد ماتې خوړلی دی.
 
هغه زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان او عراق کې جګړه بایله، خو مسوولیت یې چا پر غاړه نه دی اخیستی.
 
هغه دا هم وویل، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ له ناکامۍ سره سره، د دې ناکامۍ پړه کوم لوړ پوړي پوځي چارواکي پر غاړه نه ده اخیستې.
 
په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال هم د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر تګلارې نیوکه کړې چې د افغانستان له اسلامي امارت سره یې اړیکې لرلې.
 
د مېلر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې مخکې هم یو شمېر امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکا پر غیر مسئولانه وتلو او ناکامۍ نیوکې کړې وې


د مطلب کود: 265135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265135/د-امریکا-دفاع-پخوانی-وزیر-په-افغانستان-او-عراق-کې-جګړه-بایله

آوا
  https://www.avapress.com