کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آقينې له پولې څخه د مالونو په لېږد رالېږد کې ۲۰ سلنه زياتوالی؛ د حیرتان د پولې د خلاصولو هڅه

19 دلو 1401 ساعت 9:45

د ریل پټلۍ ادارې چارواکو په تېره میاشت کې د آقینې له پولې څخه د توکو په لېږد رالېږد کې ۲۰ سلنه زیاتوالی اعلان کړ او دا یې هم وویل چې د اسلامي امارت پلاوی د حیرتان پوله د بیا پرانیستلو لپاره ازبکستان ته سفر کوي.


آوا: د افغانستان د ریل پټلۍ د اداري ویاند عبدالسمیع درانی آوا ته وویل: په تیره یوه میاشت کې د آقینې له پولي څخه ۲۱۶۸۲ مټریک ټنه ټرانسپورت شوی دی چې له دې جملې څخه ۲۰٪ د تیرې میاشتې په پرتله زیاتوالی ښیی.
 
د هغه په ​​وينا، په تېره يوه مياشت کې ١٧٩٨٥ مټريک ټنه د آقينې له بندر څخه لېږدول شوي دي.
 
د ریل پټلۍ د ریاست ویاند همدا راز وویل چې نن (چهارشنبه، دلو ۱۹) به د اسلامي امارت د ریل پټلۍ پلاوی د حيرتان پوله د بیا پرانیستلو په اړه د خبرو لپاره ازبکستان ته سفر وکړي.
 
دراني زیاته کړه، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د ازبکستان او اسلامي امارت تر منځ یو تفاهم لیک بیا لاسلیک شي او له دې وروسته به له حيرتان پولې څخه د پخوا په څېر د صادرات او واردات لړۍ پيل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان او افغانستان د حکومت تر منځ د هوکړې له پای ته رسېدو وروسته له ۱۵ ورځو راهیسې د حیرتان له پولې څخه د توکو لېږد بند شوی، چې سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
 


د مطلب کود: 265119

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265119/د-آقينې-له-پولې-څخه-مالونو-په-لېږد-رالېږد-کې-۲۰-سلنه-زياتوالی-حیرتان-خلاصولو-هڅه

آوا
  https://www.avapress.com