کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په جنوب کې ۲۴ زره کسانو ته سولرونه وویشل شي

18 دلو 1401 ساعت 11:33

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو دفتر اعلان کړی، چې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په جنوب کې ۲۴ زره کسانو ته د پاکې او دوامداره انرژۍ د تولید په موخه د سولر تختې وویشي.


آوا - کابل: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر نن (سه شنبه، دلو ۱۸) په یوه ټویټ کې لیکلی، چې د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې پر ۱۷۶ کورنیو د سولر مرستې وویشل شوې.
 
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، په دې پروژه کې د بې ځایه شویو او سیمه ییزو کورنیو د ښځینه سرپرست ارزونه اوس یوه لویه ننګونه ده.
 
په ورته وخت کې په افغانستان کې د کافي برېښنا د نشتوالي له امله ډېری ښاریان له جدي ستونزو سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 265058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/265058/په-نږدې-راتلونکي-کې-د-هېواد-جنوب-۲۴-زره-کسانو-ته-سولرونه-وویشل-شي

آوا
  https://www.avapress.com