کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۷۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

17 دلو 1401 ساعت 10:20

د اسلامي امارت چارواکو په یوه اونۍ کې له ایران څخه هېواد ته د څه باندې ۷۰۰۰ افغان کډوال د راستنیدو خبر ورکړی او وايي چې دغه بهیر یې ګړندی کړی دی.


آوا - کابل: باختر دولتي آژانس نن یکشنبه د دلو په ۱۶ مه خبر ورکړ چې په تېره یوه اونۍ کې ۷۶۱۲ تنه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د نيمروز ولايت د کډوالو رئيس مولوي صديق الله نصرت وويل چې د دلو د مياشتې له اتمې څخه تر څوارلسمې نيټې پورې ٧٦١٢ تنه افغان مهاجرين د وريښمو لارې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې یوازې په تېر کال کې ۲۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.
 


د مطلب کود: 264991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264991/په-تېره-یوه-اوونۍ-کې-له-ایران-څخه-څه-باندې-۷۰۰۰-افغان-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com