کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان سوداګرو ته د څو ځلیز ورود ویزو د صادرولو لړۍ چټکه شوې ده

11 دلو 1401 ساعت 15:30

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې افغان سوداګرو ته د څو وارې د ننوتو ویزو ورکولو او ترلاسه کولو بهیر ګړندی شوی دی.


آوا: په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر حسن کاظمی قمی، افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو بهیر چټک کړی دی.
 
د دغه ډيپلومات په وينا، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا په موخه شوې ده.
 
هغه افغان سوداګرو ته د شپږو میاشتو او یو کلن ویزو ورکولو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې دغه خدمتونه به په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت په پنځو نمایندګیو کې وړاندې شي.
 


د مطلب کود: 264686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264686/افغان-سوداګرو-ته-د-څو-ځلیز-ورود-ویزو-صادرولو-لړۍ-چټکه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com