کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۲۲ تنه مړه او ټپیان شول

11 دلو 1401 ساعت 11:09

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د لوېدو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي. د دغې پېښې قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو چې په یوه مراسم کې راټول شوي وو.


آوا: د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري، آوا ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار ۸:۳۰ بجې د چهارکوټ ولسوالۍ د قوریق په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
 
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ نارينه دي، خو په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
د وزيري په وينا، ټپيان د بلخ د حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
 
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د وروستيو اورښتونو له امله د دغه کور دېوالونه کمزوري شوي او د واورو د ورېدو له امله چت نړېدلی دی.
 


د مطلب کود: 264655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264655/په-بلخ-کې-د-یوه-کور-چت-نړېدو-له-امله-۲۲-تنه-مړه-او-ټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com