د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ننګرهار کې په دوو ولسوالیو کې ۶۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړي دي.
په ننګرهار کې شپږ زره او ۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوي دي
9 دلو 1401 ساعت 11:02
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په ننګرهار کې په دوو ولسوالیو کې ۶۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړي دي.
آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن یکشنبه (دلو ۹) ټویټ کړی چې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې ۶۵۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، دغه اندازه ځمکه د ننګرهار په سرخرود او چپرهار ولسوالیو کې وه.
تر دې مخکې د غصب شويو ځمکو د مخنيوي کمېسيون تخنيکي کمېټې اعلان کړى و، چې په تخار ولايت کې درې زره جريبه او د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ٢٢٠٠ جريبه ځمکه دولتي ځمکي غضب شوي دي.
دغه ځمکې په داسې حال کې بېرته راګرځول شوې، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ډېرې ځمکې د غضب څخه خلاص شوي او د غضب د کمېسيون د تخنيکي کمېټې له خوا تصفيه شوې دي.
د یادولو وړ ده چې د مالیې وزارت د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده د فرمان په اساس د افغانستان په ټول ولایت کې د زورواکو لخوا د غصب شوو ځمکو د څیړلو کار پیل کړی او په دې اړه یې د یوې درې کسیزې کمیټې په جوړولو کار پیل کړی دی.
د مطلب کود: 264520