په سويډن او هالنډ کې د قران کريم د بې حرمتۍ پر ضد د هېوادوالو له لاريونونو او غونډو وروسته، د نيمروز، فراه او بادغيس ولايتونو په زرګونو اوسېدونکو، ديني عالمان او ځوانانو په ګډون پرون جمعه د دلوي په ٧مه ستر لاريون وکړ.
د هېواد په لوېديځ کې خلکو د قران کريم د سوځولو له امله خپله خواشيني څرګنده کړه
8 دلو 1401 ساعت 13:54
په سويډن او هالنډ کې د قران کريم د بې حرمتۍ پر ضد د هېوادوالو له لاريونونو او غونډو وروسته، د نيمروز، فراه او بادغيس ولايتونو په زرګونو اوسېدونکو، ديني عالمان او ځوانانو په ګډون پرون جمعه د دلوي په ٧مه ستر لاريون وکړ.
آوا - هرات: په دې لاریون کې د زرنج ښار د ابراهیم الله جومات خطیب مولوي علاءالدین موحد د مسلمانانو پر وړاندې د لویدیځ د دسیسو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: کافران غواړي له خپلو کرغیړنو کړنو څخه په استفادې د قرآن کریم د درجې ټیټولو لپاره کار وکړي. په داسې حال کې چې قرآن کریم د هر مسلمان په زړه کې خوندي دی.
مولوي موحد د سويډني وګړي دغه عمل په کلکه وغانده او ويې ويل: دا د اسلام مبارک دين ته سخته بې احترامي ده، چې په پايله کې يې هر مسلمان د دې سپېڅلي کتاب لپاره خپل سر قربانولو ته چمتو دى.
له دغه لاريون وروسته د نيمروز ولايت يو تن ديني عالم مولوي عبدالحميد اخندزاده وويل: موږ د کفارو د شومو موخو د شنډولو په برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو يو.
مولوي اخندزاده مسلمانان يووالي او پيوستون ته راوبلل او ويې ويل: اسلامي نظام د شهيدانو د سرښندنو په نتيجه کې ترلاسه شوي او په دې ډګر کې به هيڅ راز خنډ نه وي.
دغه راز د زرنج ښار د مرکزي جامع جومات خطيب مولوي بشير احمد خطيبي هم د کفارو دغه کړنې د مسلمانانو د بيدارۍ او د کفارو لپاره ذلت وباله.
مولوي خطيبي له ټولو مسلمانانو وغوښتل چې اسلامي مقدساتو ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز پرون د فراه او بادغیس ولایتونو په سلګونو ښاریانو هم د سویډن د یوه تبعه له خوا د قرآن کریم د سوځولو په اعتراض کې پراخې مظاهرې وکړې.
په دغه لاريون کې د دغو ولايتونو اوسېدونکو د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې د دغه ناوړه عمل پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
دوی دغه نامناسب عمل د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی وباله.
د فراه او بادغیس ولایتونو اوسیدونکي هم په دې باور دي چې قرآن کریم یو الهی کتاب دی، لکه څنګه چې مسلمانان د نورو سپیڅلو کتابونو درناوی کوي، نور باید هم قرآن کریم ته درناوی وکړي.
دوی وايي چې حتی د اسلام د سپېڅلو اثارو او په ځانګړې توګه د خدای د کلام د دفاع لپاره به خپل ژوند هم قرباني کړي.
مرګ پر سویډن او مرګ د اسلام پر دښمنانو د شعارونو په ورکولو سره دغو کسانو د سویډن له چارواکو څخه د دغه حرکت د عاملینو د مجازات غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د جمعې په ورځ په سویډن کې د قران کریم د بې حرمتۍ او سوځولو په اعتراض کې د افغانستان په ټولو سیمو کې مظاهرې وشوې او د هر ولایت خلکو په دې مسئله خپله کرکه څرګنده کړه.
د مطلب کود: 264465