کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې اداره: کابل او د هېواد ځینې ولایتونه به د درنو واورو شاهد وي

8 دلو 1401 ساعت 12:29

د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې، چې نن شنبه (دلو ۸) او سبا (دلو ۹) به کابل او د هېواد په يو شمېر مرکزي او سوېلي ولايتونو کې د سختو واورو ورېدو شاهد وي.


آوا - کابل: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې د هېواد په جنوب ختیځو او شمالی ولایتونو کې هم د اورښت اټکل شوی دی.
 
په ورته وخت کې نړیوالو ادارو اټکل کړی چې په راتلونکو ورځو کې به په کابل کې د هوا تودوخه منفي ۱۱ درجې سانتي ګراد ته راښکته شي، خو د هوا پېژندنې اداره وايي چې په پلازمېنه کې به د هوا تودوخه منفي ۴ درجو ته ورسېږي.
 
په دې وروستيو اوونيو کې په هېواد کې د سړې هوا له امله تر ١٥٠ زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
 


د مطلب کود: 264455

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264455/د-هوا-پېژندنې-اداره-کابل-او-هېواد-ځینې-ولایتونه-درنو-واورو-شاهد-وي

آوا
  https://www.avapress.com