آوا - هرات: پرون جمعه د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکو قرآن کریم ته د سویډن د یوه تبعه د بې حرمتۍ په اعتراض کې لاریون وکړ.
دغو مظاهره چیانو مرګ په سویډن او د اسلام له دښمنانو څخه د قرآن غچ اخستلو شعارونه ورکول.
د دوی په وینا قرآن کریم د ټول بشریت لپاره د عدالت کتاب او د نړۍ تر ټولو معتبر کتاب دی.
د غور ولایت اوسیدونکو ټینګار وکړ چې د قرآن عظیم الشان سپکاوی د اسلام د پیروانو له سخت غبرګون سره مخامخ دی او د قرآن کريم ته سپکاوی هيڅکله د بخښلو وړ نه دی.
دوی له اسلامي نړۍ وغوښتل چې د کفارو دغه ناوړه عمل ته ځواب ورکړي.
دوی څرګنده کړه چې د دغه عمل په وړاندې به اسلام امت پاتي نه شي.
په دې لاریون کې ګډونوالو په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو د مسئول کس مجسمې او عکسونه وسوځول.