د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.دغه هوايي ډګر د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې په معیاري ډول جوړ شو.
د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر پرانیستل شو
6 دلو 1401 ساعت 9:35
د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.دغه هوايي ډګر د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې په معیاري ډول جوړ شو.
آوا - کابل: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي: د غور ولایت د چهارسدې هوايي ډګر چې د پکتیک موسسي په همکارۍ جوړ شوی، د ښاریانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د دغه هوايي ډګر له جوړېدو څخه يې موخه د دغه ولايت د باعزته خلکو د عاجلو او لازمو ستونزو هوارول دي. په ځانګړې توګه د چهارسدې ولسوالۍ خلک.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، تمه ده چې د دغه کوچني هوايي ډګر په پرانیستلو او ګټې اخیستنې سره به د اړتیا په وخت کې د ځمکني ترانسپورت له لارې بندبدو په صورت کې د دغه ولسوالۍ د خلکو د ستونزو یوه برخه حل کړي.
د مطلب کود: 264344