کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راشد خان د ځان لپاره نوی ریکارډ جوړ کړ

4 دلو 1401 ساعت 14:00

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان راشد خان پرون د سویلي افریقا په غوره لیګ کې د دریو ویکټو په اخیستو سره په شل اوریزو لوبو کې خپلې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.


آوا: د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان د دوشنبې په ورځ (دلو ۳) د سویلي افریقا په ۲۰ اوریزو لوبو کې د دریو ویکټو په اخیستو سره خپلې ۵۰۰ وېکټې پوره کړې.
 
تر راشد خان مخکې د ویسټ انډیز یو بل لوبغاړي په شل اوریزو لوبو کې ۵۰۰ لوبغاړي له منځه وړي وو.
 
دا مهال راشد خان د نړۍ دوهم بالر دی چې تر ټولو زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.
 
د ویسټ انډیز لوبغاړی ډیون براوو له ۶۰۰ زیاتو ویکټو سره په لومړي مقام کې دی.
 


د مطلب کود: 264244

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264244/راشد-خان-د-ځان-لپاره-نوی-ریکارډ-جوړ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com