د ازبکستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې افغانستان ته به د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) د برېښنا صادرات بیا پیل شي.
افغانستان ته به د چهارشنبې په ورځ د برېښنا صادرات بیا پیل شي
4 دلو 1401 ساعت 10:19
د ازبکستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی، چې افغانستان ته به د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) د برېښنا صادرات بیا پیل شي.
آوا - کابل: د ازبکستان د انرژۍ وزارت تېره شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې افغانستان ته د برېښنا صادرات د چهارشنبې په ورځ (دلو ۵) پیلیږی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هوا د تودوخې د کمېدو او د برېښنا بندونو ته د تېلو په رسولو کې د ستونزو له امله د جدی له ۱۴مې افغانستان ته د برېښنا صادرات بند شوي دي.
د روان کال لپاره له ازبکستان څخه د برېښنا د واردولو تړون څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شو، خو له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په ازبکستان کې د برېښنا د پرې کېدو له امله د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو ته برېښنا پرې شوې ده.
تېره اوونۍ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له ازبکستان څخه وغوښتل چې د دواړو لورو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې افغانستان ته برېښنا صادره کړي.
د مطلب کود: 264222