کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز کې سختې یخنۍ ۳۴ تنه وژلي دي

2 دلو 1401 ساعت 11:15

د نيمروز ولايت سرچينې وايي چې په تېرو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې د طوفانونو، بادونو او سختې يخنۍ له امله ٣٤ تنه مړه شوي دي.


آوا - کابل: د نیمروز ولایت سیمه ییزې سرچینې وایی چې په تېرو دوو اونیو کې په دغه ولایت کې د توپانونو، بادونو او سختې یخنۍ له امله ۳۴ کسان وژل شوی دی.
 
سرچینه زیاتوي، چې په دغو کسانو کې ۳۴ تنه په نشه يي توکو روږدي وو، چې په زرنج ښار او ولسوالیو کې مړه شوي او جسدونه یې له ښار څخه راټول شوي دي.
 
دغه راز نن له غرمې مخکې د سړې هوا له امله يوه ښځه او يو ماشوم هم مړه شوي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم اعلان کړی، چې د یخنۍ، سېلابونو، ګازو او اور لګېدو له امله ۱۰۴ تنه مړه شوي دي.
 
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي، په دې موده کې تر ۷۰ زره ډېر څاروي له منځه تللي او د استوګنې ۵۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
 


د مطلب کود: 264121

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/264121/په-نیمروز-کې-سختې-یخنۍ-۳۴-تنه-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com