آوا - بلخ: د مزارشریف د مولانا جلال الدین محمد بلخی نړیوال هوایی ډګر رئیس مولوی عبدالغفار فاروقی د آوا له خبریال سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې په دغه هوایی ډګر کې مسافرینو ته د خدمتونو وړاندې کول د پام وړ دی. د دغه هوايي ډګر د چارو ښه پرمخ تلل او د مرکزي حکومت د چارواكو له خوا د دې هوايي ډګر ښه فعاليت د جدي اندېښنې وړ دى، ځكه چې دغه هوايي ډګر پلازمېنې ته د نږدې موقعیت له امله د حامد كرزي نړيوال هوايي ډګر مرستيال او ملګرى دى.
هغه په دوام کې وويل: د مزارشريف د مولانا جلال الدين محمد بلخي هوايي ډګر به د هغو الوتکو کوربه وي چې په کابل کې د بيړنيو حالاتو په صورت کې کابل ته راښکته کيږي.
مولوي فاروقي زیاته کړه چې د مولانا بلخي هوايي ډګر د نړۍ په معیاري وسایلو سمبال دی او ډېر ژر به له دغه هوايي ډګر څخه نړیوالې او سیمه ییزې الوتنې پیل شي او اوس یوازې د ایران د اسلامي جمهوریت او ملګرو ملتونو الوتنې لري.
ده وويل؛ د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر مسوولین او کارکوونکي د حکومت د رهبرۍ په حکم، د جرمونو او قاچاق د مخنیوي د قوانینو په پلي کولو سره مکلف دي، چې له مسافرو سره ښه چلند وکړي او د ستونزو په صورت کې بشپړ چمتووالی لري.
د مولانا بلخي هوايي ډګر رئيس ټولو سيلانيانو او خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه هوايي ډګر کې لازم نړيوال معيارونه فعال او شتون لري او د هراړخيزو خدمتونو د وړاندې کولو زمينه چمتو ده.
بل خوا د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر د نظامي ځواکونو مشر مولانا امرالدین حماسي ویلي؛ د دغه هوايي ډګر امنيتي تدابير په جدي توګه تعقيب شوي او خلکو ته ډاډ ورکول کېږي چې امنيتي ستونزه نشته، ځکه چې د دغه هوايي ډګر امنيتي ځواکونه خدمت لپاره چمتو دي.
هغه زياته کړه، د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډګر پوستې د نشه يي توکو د قاچاق او د ممنوعه توکو د لېږد په برخه کې کلک هوډ لري او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې له ټاکلي حد څخه زيات سره زر، ډالر او نور اسعار له هېواده بهر وباسي.