د اتو پرمختللو اسلامي هیوادونو د پانګوالو نړیواله غونډه (D8) به په تهران کې جوړه شي
آوا - تهران: په دې غونډه کې به د دغو هیوادونو د پانګوالو د ټیکنالوژیکی پروژې سره اشنا کولو او د دغو هیوادونو ترمینځ د پانګې اچونې قراردادونه او د تفاهم مختلف یادداشتونو ته د رسیدو لپاره مختلف پروګرامونه شامل وی.
د دغې غونډې په څلورمه غونډه کې چې تېر کال (TIM 2022) جوړه شوې وه، له ایران څخه څه باندې ۱۰۰ بهرنیو پانګوالو او ۲۸ کورنیو پانګوالو ګډون کړی و او د ۶۱ پیل شویو او پانګونې وړ شرکتونو محصولات او خدمات په کې وکارول شول. د TIM 2022 غونډې یوه ترټولو مهمه پیښه د ۱۱ یادداشتونو په شکل کې د لسو ملیون ډالرو څخه ډیر د همکارۍ تړونونو پایله وه.
د یادولو وړ ده چې D8 ډله یا د اتو مخ پر ودې اسلامي هیوادونو ډله چې اندونیزیا، ایران، بنګله دیش، پاکستان، ترکیه، مالیزیا، مصر او نایجیریا په کې شامل دي، یو له سیمه ییزو تړونونو څخه دی چې موخه یې د مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ د قوي اقتصادي اړیکو جوړول دي او د نړۍ په بازارونو کې د دغو هېوادونو د نفوذ د پياوړي کولو او له صنعتي هېوادونو سره د خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره جوړ شوی دی.