کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې ۹ تنه مجرمینو ته جزا ورکول شو

27 جدی 1401 ساعت 16:52

د کندهار د استيناف محکمې د اعلاميې پر بنسټ، نن (سه شنبه، جدی ٢٧) په احمدشاهي لوبغالي کې د وسايطو د غلا په جرم ٩ تنو مجرمینو ته جزا ورکول شو.


آوا - کندهار: نن سه شنبه د جدی په ۲۷ مه د استیناف محکمې رئیس مولوي محب الله او مفتي فضل الله عاصم په حضور کې دغو مجرمینو ته د سزا د ورکولو په موخه غونډه جوړه شوه.
 
د کندهار امنيه قوماندان مولوي رحيم الله محمود وويل، چې اسلام د امنيت، ورورولۍ او بښنې دين دى او خداى نه خوښوي، چې څوک دې امنيت ته زيان ورسوي.
 
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت هدف د اسلامي نظام ټینګښت او د شریعت پلي کول دي او اسلامي امارت د شریعت د تطبیق لپاره متحد دی.
 
د کندهار اوسېدونکي امدادالله آوا ته وويل: په عام محضر کې مجرمينو ته سزا ورکول شرعي حکم دی او په يوه اسلامي ټولنه کې د شرعي احکامو او حدودو پلي کول ډېر ضروري او ښه کار دی.
 
د کندهار یو بل اوسېدونکی احمد فیصل هم آوا ته وویل: دا یو ښه او مناسب عمل دی چې مجرمینو ته په عام محضر کې سزا ورکول کېږي او له دې عمل وروسته دی فکر نه کوي چې څوک به جرم وکړي.
 
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې دا نه یوازې شرعي حکم دی، بلکې د ټولنې د اصلاح لپاره به هم ډېر ګټور تمام شي، ځکه په دې سره به د ډېرو جرمونو لکه غلا، تښتونې، رشوت، قتل او داسې نورو مخه ونیول شي، چې اوس مهال په هېواد کې ترسره کېږي.
 


د مطلب کود: 263949

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263949/په-کندهار-کې-۹-تنه-مجرمینو-ته-جزا-ورکول-شو

آوا
  https://www.avapress.com