کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان او فاریاب کې د سختې یخنۍ له امله ۵ ښځې او ماشومان مړه شوي دي

27 جدی 1401 ساعت 14:15

د هېواد په شمال کې د جوزجان او فارياب سيمه ييز چارواکي وايي چې په دغو دوو ولايتونو کې د وروستۍ سړې هوا له امله پنځه ښځې او ماشومان مړه شوي دي.


آوا: د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الدین معتصم آوا ته وویل چې د آقچې ولسوالۍ په کوهستانات کلي کې د مواصلاتي لارو د بندیدو له امله دوه میرمنې او یو ناروغ ماشوم مړه شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کسان روغتون ته نه دي رسېدلي او د ترانسپورتي لارو د بندېدو له امله مړه شوي دي.
 
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رئيس زياته کړه چې ښايي په دغه ولايت کې د سړې هوا له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي او مسئول بنسټونه هڅه کوي چې د يخنۍ له امله د زيانمنو شويو کسانو شمېرې راټولې کړي.
 
دغه راز د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رئيس شمس الله محمدي د دغه ولايت په المار ولسوالۍ کې د يوې ښځې او يوه ماشوم د مړ کېدو خبر ورکړ.
 
محمدي زياته کړه، چې دغه ښځه او ماشوم د يخنۍ له امله د لومړنيو اسانتياوو د نشتوالي له امله د المار ولسوالۍ په يوه لرې پرته سيمه کې ساه ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې وروستۍ سړې هوا په ټول هېواد کې تر لسو ډېر کسان وژلي او خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 263938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263938/په-جوزجان-او-فاریاب-کې-د-سختې-یخنۍ-له-امله-۵-ښځې-ماشومان-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com