کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام؛ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې

26 جدی 1401 ساعت 12:09

د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه وايي، که ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، د افغانستان تر ۴۰ ډېر پوهنتونونه به وتړل شي او د دغه وضعیت د دوام په صورت کې به د پوهنتونونو خاوندان خپلې پیسې بهر ته انتقال کړي.


آوا - کابل: د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو اتحادیه وايي، که ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، د افغانستان تر ۴۰ ډېر پوهنتونونه به وتړل شي.
 
دغه اتحادیه زیاتوي، چې د وضعیت د دوام په صورت کې به د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو خاوندان خپلې پیسې بهر ته انتقال کړي.
 
د دغې اتحادیې د چارواکو په وینا د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته د خصوصي پوهنتونونو څه باندې پنځه زره کارکوونکي بې کاره شوي دي.
 
په همدې حال کې د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر مسئولین له اسلامي امارت څخه غواړي چې پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي.
 
د دغو خصوصي پوهنتونونو مسئولین وايي، که نجونو ته د زده کړو اجازه ورنکړل شي، دوی به خپل پوهنتونونه د تل لپاره وتړي.
 
د مورا د تعلیمي او تحصیلي کمپلکس بنسټ ایښودونکي عزیزالله امیر وویل: په افغانستان کې پوهنتونونو او نورو لویو پانګونو د هېواد د اقتصاد یوه برخه بدله ګرځیدلي ده، په طبیعي ډول به خپلې پانګې بندې کړي، ځینې به خپلې پانګې انتقال کړي او ځینې به یې له منځه یوسي.
 
له بلې خوا د پوهنتون یو شمیر استادان او ښځینه محصلانې له اسلامي امارت غواړي چې په خپله پریکړه له سره غور وکړي او د نجونو پر تعلیم بندیز لرې کړي.
 
د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د شمېرو پر بنسټ اوسمهال په ۲۴ ولایتونو کې ۱۴۰ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت لري، چې د کارکوونکو په ګډون ۲۵ زره کسان په کې په کار بوخت دي.
 


د مطلب کود: 263880

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263880/د-نجونو-پر-زده-کړو-بندیز-دوام-پوهنتونونو-تړل-کېدو-په-اړه-اندېښنې-زیاتې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com