کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد؛

نړیواله ټولنه باید د افغانانو مذهبي هیلې درک کړي/ بشري مرستې باید له سیاسي مسئلو سره تړلې نه وي

24 جدی 1401 ساعت 16:05

د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې او د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنې ته په غبرګون کې وویل، نړیوال سازمانونه او هیوادونه د افغانانو دیني ارمانونه درک کړي او د بشري مرستو مسئله له سیاسي مسلو سره تړاو جلا کړي.


آوا - کابل: ذبیح الله مجاهد د جدی د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې د ټویټر له لارې وویل چې اسلامي امارت د دوی په اندېښنو پوهېږي.
هغه وويل چې داسلامي امارت مشر هڅه کوي چې ټولې چارې داسلامي شريعت په رڼا کې تنظيم کړي.
مجاهد زیاته کړې، اسلامي امارت د خپل دین او ولس په وړاندې د مسئولیت له احساسه په هیواد کې د ناروا کړنو اجازه نه ورکوي.
مجاهد څرګنده کړه، له نړیوالو سازمانونو او هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې د هېواد وضعیت او زموږ د ولس دیني ارمانونه درک کړي او د بشري مرستو په څېر بشري مسایل له سیاسي مسایلو سره یوځای نه کړي.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه، اسلامي امارت له نړیوالو موسسو سره په ټولو هغو برخو کې همکاري کوي چې د افغانستان له دیني اصولو او ارزښتونو سره سم وي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره لغوه کړي.
د امنیت شورا یوولسو غړو په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ د جدي په ۲۳مه خپره شوه، ویلي چې په افغانستان کې له ناوړه بشري وضعیت سره د مبارزې لپاره د ښځینه مرستندویه کارکونکو دنده ډېره مهمه ده او نارینه نه شي کولای د ښځو کار وکړي.
شورا د جنسیت په پام کې نیولو پرته د بشردوستانه مرستو کارکونکو ته د بې خنډه لاسرسي ټینګار وکړ.
 


د مطلب کود: 263798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263798/نړیواله-ټولنه-باید-د-افغانانو-مذهبي-هیلې-درک-کړي-بشري-مرستې-له-سیاسي-مسئلو-سره-تړلې-نه-وي

آوا
  https://www.avapress.com