کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نفاق او تاوتریخوالي ته د خلکو هڅول جرم دی

19 جدی 1401 ساعت 12:21

د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په وینا؛ هغه کسان چې د بهرنیانو په امر د هیواد نفاق، ویشلو او ورانولو ته بلنه ورکوي، تاریخ ترې کرکه لري. هغه دا هم وايي چې نفاق او تاوتریخوالي ته د خلکو هڅول جرم دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري تیره شپه (جدي ۱۸) په یو لړ ټویټونو کې ویلي، هغه کسان چې د بهرنیانو په امر خلک نفاق ته دعوت کوي. هیواد ویشل او ویجاړول، د تاریخ څخه کرکه لري."
 
د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د مرستیال په وینا؛ نفاق او تاوتریخوالي ته د خلکو هڅول جرم دی.
 
يوه نظريه زياته کړه، هېڅوک حق نه لري چې د سياسي موخو او د بهرنيو ګټو د تامين لپاره خلک قرباني کړي.
 
تر دې وړاندې عبداللطیف نظري ویلي و چې د ملت جوړونې او د قومونو ترمنځ د یووالي او دوام لپاره زموږ هڅې به هېڅکله پرې نه ږدي.
 
ده دغه راز څرګنده کړه چې د ملي هويت او ملي پيوستون د بنسټونو پياوړي کول به د خلکو په منځ کې د دښمن د نفوذ مخه ونيسي.
 
دده په وینا؛ د ځینو تښتیدلو فاشیستانو او بیلتون غوښتونکو لیونۍ غوسه ځکه ده چې دوی یو قوي او متحد افغانستان نشي زغملی.
 


د مطلب کود: 263580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263580/نفاق-او-تاوتریخوالي-ته-د-خلکو-هڅول-جرم-دی

آوا
  https://www.avapress.com