کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت رهبري پلاوي په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه

17 جدی 1401 ساعت 14:30

د ملي دفاع وزارت وايي، د اسلامي امارت رهبري هیئت مشر ملاهبت الله اخندزاده په هلمند ولایت کې له ۲۱۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي او له خلکو سره مهربانه وي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت نن سه شنبه (جدی ۱۷) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې د افغانستان د اسلامي امارت مشر په هلمند ولایت کې له ۲۱۵ اتل قول اردو څخه لیدنه وکړه او پر امنیتي ځواکونو یې ټینګار وکړ چې د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنه وکړی.
 
د اسلامي امارت مشر له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې هوښیار واوسي او له هر اړخیزو خلکو سره مرسته وکړي.
 
اخندزاده په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونو ته ډاډ ورکړی، چې په هره برخه کې به ورسره همکاري کوي.
 
باید یادونه وشي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې د حکومت مشر ملابت الله اخندزاده له یوې پوځي قول اردو څخه لیدنه کوي.
 


د مطلب کود: 263499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263499/د-اسلامي-امارت-رهبري-پلاوي-په-هلمند-ولایت-کې-۲۱۵-اتل-قول-اردو-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com