کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان - ټرانس اورګاډي د تخنیکي مطالعاتو په اړه د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ خبرې وشوې

14 جدی 1401 ساعت 16:07

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره وايي، چې د دې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د پاکستان د اورګاډي له مرستیال سره د افغان - ټرانس پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو په اړه خبرې کړې دي.


آوا - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست نن چهارشنبه (جدی ۱۴) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د پاکستان د اورګاډي پټلۍ له مرستیال سره خبرې وکړې.
 
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې د دې ادارې مشر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان - ټرانس اورګاډي د پټلۍ د چارو له مرستیال ظفر زمان رانجا سره په تفصیل خبرې وکړې.
 
د ریل پټلۍ له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې بخت الرحمن شرافت پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې د افغان - ټرانس اورګاډي د تخنیکي مطالعاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
 
پاکستاني لوري د تخنیکي زده کړو لپاره د چمتووالي د اعلان پرمهال زیاته کړې، چې دغه هېواد او ازبکستان د تخنیکي زده کړو د لګښت په برخه کې ګډ تعهد لري.
 
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان – ټرانس اورګاډي کرښه له مزارشريف څخه پيلېږي او تر تورخم پورې غځېږي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به منځنۍ اسيا له افغانستان څخه جنوبي اسيا سره د اورګاډي کرښې له لارې ونښلول شي.
 


د مطلب کود: 263398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263398/د-افغان-ټرانس-اورګاډي-تخنیکي-مطالعاتو-په-اړه-پاکستاني-او-چارواکو-تر-منځ-خبرې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com