کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشريف کې د "جان فدا" انځوريز نندارتون جوړ شو

14 جدی 1401 ساعت 9:41

د قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې له رارسیدو سره سم د مزارشریف په مرکز کې د «جان فدا» تر عنوان لاندې د انځوریز نندارتون جوړ شو چې د سردار سلیماني له ۱۵۰ څخه زیات اثار نندارې ته وړاندې شول.


آوا - مزار شریف: پرون سه شنبه (جدی ۱۳) د عراق د بغداد په نړیوال هوایی ډګر کې د شهید حاجی قاسم سلیمانی، شهید ابوالمهدی المهندس او د هغوی د ساتونکو پر موټر د امریکایی تروریستی برید سره برابره وه.
 
په همدې مناسبت دبلخ ولایت په مرکز کې د فردوسي کتابتون د غونډو په تالار کې د جنرال حاجي قاسم سلیماني له ۱۵۰ څخه د زیاتو لاسي او ډیجیټل اثارو نندارتون جوړ شو.
 
دغه نندارتون د مزارشريف د اکثرو خلکو په ځانګړې توګه د علماوو، ليکوالانو، د ديني مدرسو زده کوونکو، د ښوونځيو زده کوونکو چې زياتره يې د شهيد سليماني په يادونو او ليکنو کې مطالعه کړي، هرکلى او ليدنه يې وکړه.
 
ویناوالو سردار سلیماني د اسلامي نړۍ یو مدافع وباله او ویې ویل چې هر انسان د ژوند په مختلفو حالاتو کې د نمونې رول ته اړتیا لري او له همدې امله حاجي قاسم سلیماني د پاکۍ، شرافت او د استکبار پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه نمونه وه.
 
د دوی په وینا، شهید سلیماني د قومي، مذهبي او سیمه ییزو تعصباتو د پولو ماتوونکی و، چې تل یې د اسلامي هېوادونو په ټولو برخو کې د نړیوال استکبار پر وړاندې د اسلام د دفاع په خاطر مبارزه کړې او د نړۍ د مظلومانو قضاوت کوونکی و.
 
د دغه نندارتون په یوه بله برخه کې د اسلام د دفاع او له منځني ختیځ په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو د داعش ترهګرې ډلې د له منځه وړلو او د شهید سلیماني د بې ساري زړورتیا ویډیويي انځورونه نندارې ته وړاندې شول.
 
شهید سلیماني د ۱۳۳۵ لمریز کال د حوت په ۲۰ مه نېټه د ایران د کرمان ولایت کې زېږېدلی، چې د ۱۳۹۸ کال د جدی میاشتې په دیارلسمه نېټه یې د بغداد په هوايي ډګر کې د شهادت جام وڅښلی او جسد یې د کرمان د شهیدانو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د يادونې وړ ده، چې د جان فدا نندارتون د سه شنبې په ورځ (جدی ١۳) پيل او درې ورځې به دوام وکړي.
 


د مطلب کود: 263348

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263348/په-مزارشريف-کې-د-جان-فدا-انځوريز-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com