کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پرمختیایي پروګرامونه به ډیر ژر په ټول افغانستان کې پیل شي

13 جدی 1401 ساعت 11:42

د رئیس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له یو شمېر شیعه مشرانو سره په خبرو کې وویل چې اسلامي امارت متوازن انکشاف ته ژمن دی او په ټول افغانستان کې به پرمختیايي پروګرامونه په لاره واچوي.


آوا - کابل: تیره شپه د دوشنبې په ورځ (جدی ۱۲) د اجرائیه ریاست له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له علماء کرامو او شیعه مشرانو سره وکتل او وویل چې د اسلامي امارت مسؤلین د ولس خدمت کول او د هغوی ستونزو ته رسیدګي خپل ویاړ ګڼي.
 
د وزارت اداري مرستیال د ملت او نظام تر منځ د پیاوړې او ټینګې اړیکې په رامنځته کولو کې د علماوو رول او د سپین ږیرو فضیلت مهم وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې د امکان تر حده کار وکړي.
 
نوموړي دا هم وویل چې اسلامي امارت متوازن انکشاف ته ژمن دی او په ټول افغانستان کې به انکشافي پروګرامونه پیل کړي.
 
په دې کتنه کې محمد حسن شریفي بلخابي د ټولنې په استازیتوب د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ته د ټولنیز وضعیت او له اسلامي نظام څخه د شیعه ګانو د نظریاتو او هیلو په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
بلخابي وويل، د هېواد شيعه ګان د اسلامي امارت په اړه مثبت او ښه نظر لري او په ټولو برخو کې له سپېڅلي اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.
 
نوموړي د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې د دایکندي ولایت، بامیان او نورو مرکزي سیمو پراختیايي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
 


د مطلب کود: 263298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263298/پرمختیایي-پروګرامونه-ډیر-ژر-په-ټول-افغانستان-کې-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com