کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې په يوه ترافيکي پيښه کې ١٨ تنه مړه او ټپيان شوي

12 جدی 1401 ساعت 16:02

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ په "کاریز اسد" سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


آوا - هرات: د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسئول مولوی محمد نسیم بدری پیښه تاییدوی او وایی چې تېره شپه د بکواه ولسوالۍ په لویه لاره کې د یوه ۳۰۴ ډوله موټر د یو ټېلر سره د ټکر له امله دوه تنه وژل شوی دی او۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او ټپيان يې نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
 
د موټر چلولو پر مهال د موټر چلوونکو بې احتیاطي تل د ترافيکي پېښو لامل کېږي او هر کال ګڼ شمېر مسافر د ترافيکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 


د مطلب کود: 263269

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263269/په-فراه-کې-يوه-ترافيکي-پيښه-١٨-تنه-مړه-او-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com