کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې د تېر کال په پرتله کموالی راغلی دی

12 جدی 1401 ساعت 15:46

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د تېر کال په پرتله د داخلي بې ځایه شویو په شمېر کې کموالی راغلی دی.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن دوشنبه (جدی ۱۲) وویل چې د تېر کال په پرتله د بې ځایه شویو په شمېر کې کموالی راغلی دی.
 
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلا خروټي وايي، د نغدي مرستو ترڅنګ خپلو اصلي سیمو ته د بې ځایه شویو د لېږد بهیر روان دی.
 
د دغه وزارت په وینا، د جګړو له امله خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي او اوس چې هېواد د جګړې شاهد نه دی، ډېری بې ځایه شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 
په دې اړه ښاغلی خروټی وايي: موږ هڅه کړې او هڅه کوو، چې د دوی ستونزې هوارې کړو، له یو شمېر بې ځایه شویو سره چې لا له وړاندې ولایتونو ته لېږدول شوي، مرستې شوې دي.
 
ده زياته کړه: د هغو بېځايه شويو کسانو د ستونزو د حل په خاطر چې تراوسه خپلو کورونو ته نه دي تللي او د نړيوالو ادارو په همکارۍ د هغوى د ستونزو د حل په خاطر يو کميسيون جوړ شوى دى.
 
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکوس پوتزل په دې وروستیو کې ویلي چې له ۲۵ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
 


د مطلب کود: 263264

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263264/د-داخلي-بې-ځایه-شویو-په-شمېر-کې-تېر-کال-پرتله-کموالی-راغلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com