د بدخشان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه تر کشم ولسوالۍ پورې د ۲۱ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچولو کار بشپړ کړی دی.
د بدخشان د تګاب - کشم د ۲۱ کیلومتره سړک د بیارغونې او جغل اچولو کار بشپړ شو
12 جدی 1401 ساعت 11:17
د بدخشان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت له تګاب ولسوالۍ څخه تر کشم ولسوالۍ پورې د ۲۱ کیلومتره سړک د ترمیم او جغل اچولو کار بشپړ کړی دی.
آوا - مزارشریف: د بدخشان ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۱ کیلومتره سړک چې تګاب او کشم ولسوالۍ سره نښلوي، د ترمیم او جغل اچولو کار پرون بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د معلوماتو له مخې، د دغه سړک په ترميم او پخولو سره د زرګونو کورنيو ترانسپورتي ستونزې به هوارې شي.
د چارواكو په وينا، د دغه سړک د ترميم او پخولو چارې يوه مياشت وخت نيسي او د دولت له بوديجې څخه يو ميليون او شپږ سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.
دا په داسې حال کې ده چې د تګاب او کشم ولسواليو اوسېدونکو د خپلو سړکونو له خرابوالي شکايت کاوه.
د مطلب کود: 263237