کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۰۲۲ کال؛ د فلسطینیانو لپاره تر ټولو خونړی کال

11 جدی 1401 ساعت 13:53

د ملګرو ملتونو اړوند بشري سازمان ۲۰۲۲ کال د فلسطینیانو لپاره په تېرو ۱۷ کلونو کې تر ټولو خونړی کال بللی دی.


آوا: د سپوتنیک خبری آژانس د خبر له مخې، په نیواک شویو سیمو کښې د بشری چارو د هماهنګۍ دفتر   (OCHA) د شنبې په شپه په خپل تازه راپور کښې لیکلی: په ۲۰۲۲ کال کښې د صهیونیسټانو له خوا ۲۳۰ فلسطینیان شهیدان شوی دی. له دې جملې څخه ۱۷۱ یې په لویدیځه غاړه کې، ۵۳ یې د غزې په تړانګه کې او ۶ یې په اشغال شویو سیمو کې.
 
په دغه راپور کښې راغلی دی: په ۲۰۲۲ کال کښې د غاصب رژیم له پوځ سره په مقابله کښې او یا د فلسطین په خاوره د صهیونیسټی پوځیانو د حملو په نتیجه کښې ۹۳۳۵ فلسطینیان ژوبل شوی دی.
 
اوچا لیکلي چې تیر کال (۲۰۲۲) د صهیونیسټي پوځیانو له خوا ۶۵۰۰ فلسطینیان نیول شوي چې ۴۷۰۰ یې لا هم د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي.
 
دغه رپوټ زیاتوي: صهیونیسټي چارواکو په ۲۰۲۲ کال کښې په نیواکي لویدیځه غاړه او بیت المقدس کښې د فلسطینیانو څه باندې ۸۳۳ ودانۍ ویجاړې کړې.
 
د دغه رپوټ له مخې صهیونیسټانو په فلسطینیانو باندې ۷۹۳ حملې وکړې چې په ۵۸۲ کښې یې د فلسطینیانو مالونو ته زیات تاوانونه اوښتی او ۲۱۱ تنه زخمیان شوی دی.
 
دفلسطیني بندیانو دڅیړنې مرکز په یوه راپور کښې اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم تیر کال په نیواکي سیمو کښې دفلسطینیانو نیولو ته شدت ورکړی او په زرګونو کسان یې بندیان کړي دي .
 
په دغه راپور کې راغلي چې تېر کال شاوخوا اوه زره فلسطینیان د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له لوري بندیان شوي، چې ۱۶۴ یې ښځې، نجونې او ۸۶۵ ماشومان دي.
 
د یادولو وړ ده چې صهیونیسټ رژیم له خپل تاسیس راهیسې په نیواکي فلسطیني سیمو کښې ډیر جنایتونه کړي دي او په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستر سرغړونکی دی .
 


د مطلب کود: 263207

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263207/۲۰۲۲-کال-د-فلسطینیانو-لپاره-تر-ټولو-خونړی

آوا
  https://www.avapress.com