کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک شو

11 جدی 1401 ساعت 11:07

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د ازبکستان د برېښنا له ملي شرکت سره یې د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک کړ.


آوا - کابل: د انرژۍ او اوبو سرپرست وزیر مولوی عبداللطیف منصور ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې تېره شپه له ازبکستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک کړ.
 
منصور ویلي دي چې په افغانستان کې د انرژۍ د رسولو په موخه د ازبکستان د بریښنا له ملي شرکت سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د بریښنا تړون لاسلیک کړی دی.
 
منصور د ازبکستان د برېښنا له ملي شرکت سره د دغه قرارداد د مادو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د افغانستان ډېره برخه برېښنا له ازبکستان څخه واردېده.
 
  د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د هېواد د وارداتي برېښنا د ستونزو د حل په موخه تاشکند ته ولاړ.
 
د يادونې وړ ده، چې د کابل او د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي تل د ژمي په موسم کې د برېښنا له سخت کمښت سره مخ وي.
 


د مطلب کود: 263196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/263196/د-افغانستان-او-ازبکستان-ترمنځ-۲۰۲۳-کال-لپاره-برېښنا-واردولو-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com