د افغانستان د برښنا شرکت وايي، چین په پام کې لري چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برښنا د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره د چین لیوالتیا
8 جدی 1401 ساعت 14:05
د افغانستان د برښنا شرکت وايي، چین په پام کې لري چې په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې ۵۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي.
آوا - کابل: دغه موضوع د برشنا شرکت اجراییوی رییس محمد حنیف حمزه د چین د سوداګرۍ خونې له استازی سره په لیدنه کې مطرح کړي.
د برښنا د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د چین د سوداګرۍ خونې استازي د برښنا رئیس ته وویل چې دوی غواړي په افغانستان کې د ډبرو سکرو له لارې د ۵۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د چین د سوداګرۍ خونې استازي ویلي دي چې دغه هیواد په ۱۱ هیوادونو کې د ډبرو سکرو څخه د بریښنا د تولید تجربه لري.
محمد حنيف حمزه وويل، د برښنا او چين ګډ تخنيکي پلاوي به د ګډو غونډو له لارې په افغانستان کې د ډبرو سکرو څخه د برېښنا پر توليد خبرې وکړي.
حمزه چينايي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد په برخه کې هر ډول پانګونې ته چمتو دي.
افغانستان په داسې حال کې پر وارداتي برېښنا تکیه کوي، چې په دې وروستیو کې ازبکستان د دغه هېواد د پلازمېنې په ګډون د برېښنا صادرات کم کړي، چې د برېښنا له بې ساري کمښت سره مخ شوي دي.
د مطلب کود: 263086